بلخ SFN سیالیو کې د شپږ بریاوو په ګټلو لومړی مقام خپل کړ
بلخ ولایت کې د SFN سازمان آزادې سیالۍ چې د سويلي او سوېل ختيځو ولایتونو ترمنځ د بلخ ولایت په کوربه توب د دې ولایت په جوانان آرمان تمریناتي کمپ کې پیل شوې وې تېره ورځ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو په پای لوبه کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي نورعالم بدر، د دې ولایت د رزمي لوبو د فدراسیون رئيس پنجی مراد فروز او د ورزشي لوبو استادانو هم ګډون کړی کړی ؤ.
د دې په زړه پورې سیالیو کې بلخ ولایت د شپږ بریاوو په ګټلو سره لومړی، کابل دوهم او بغلان درېيم مقام خپل کړ.
