بلخ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رحيمي کمپ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د ځوانانو او لويانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۸ تنه غوره پهلوانان د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د بلخ کورش منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو موندل وو او يوه ورځ يې دوام وکړ.
