بلخ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مزار شریف ښار کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې یلدیز کارگو لوبډلې خپلې سیالې باز محمد ترکمن لوبډلې ته د ۱-۰ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ واليبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
