بلخ کې د ۷۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۲:۲۴
بلخ کې د ۷۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د ۷۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د يادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري يو اخرالاق اعلان شو، چې دغه اخرالاق ذکريا پهلوان د نقيب گدا په آس تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکی شو.

يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه راتلونکو لوبو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی او ښاريانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS