بلخ کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پيل شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړون د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې فردین ستار خپل سیال محمد بشیر قادري ته د ۴/۰ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه اسلا. مي. اما. رت د فتحې څلورم کال نمانځل او د غوره استعدادونو موندل دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
