بلخ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون پارا هنډبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پارا المپيک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مزار شریف ښار په امام خمیني ورزشي جمنازیوم کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون پارا هنډبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې حاجي هدایت الله لوبډلې خپلې سیالې سوپر کولا لوبډلې ته د ۲۳/۱۸ نمرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د پارا المپيک ورزش ته د ځوانانو هڅول او پارا هنډبال ورزش ته وده ورکول دي، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.