بلخ کې د نهو ولایتونو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کونګ فو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د نهو ولایتونو ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سیالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له فاریاب، جوزجان، سمنګان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، کابل او بلخ ولایت څخه ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټگوریو کې گډون کړی وو، چې په پایله کې يې ٥٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سيالۍ د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او د کونګ فو ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
