ارزګان؛ ترینکوټ ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې
د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د اتليتک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.
دا سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې يې شیر محمد لومړی، عصمت الله دويم او حضرت ولي بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
