بلخ کې د لسو ولایتونو ترمنځ د يوني فايټ سبک سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۳
بلخ کې د لسو ولایتونو ترمنځ د يوني فايټ سبک سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له لسو ولایتونو ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له تخار، بدخشان، کندز، فاریاب، کابل، جوزجان، کاپیسا، زابل، پروان، او بلخ څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټگوریو کې گډون کړی وو، چې په پایله کې يې ٢٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې د د دغو سیالیو موخه د ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د سوک وهنې ورزش ته وده ورکول وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۷
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړيوالې جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته ماته ومنله

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته د ۴ – ۶ ګولونو په توپیر سیالي بایلوده.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۵
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کلي په کلي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۳
Background image

بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګوند او تګاب عالم ولسواليو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ جام په نوم د فوټبال. . .

BACK TO NEWS