بلخ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ياران ظريف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲۴
بلخ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ياران ظريف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ياران ظريف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ياران ظريف لوبډلې خپلې سیالې کوه نور لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د بلخ ورزشي رياست له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د پوهنې ریاست سره پهٔ ګډه همغږۍ، مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې میاعمر لوبډلې ٣ - ٠. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۲
Background image

کندوز؛ امام صاحب کې د ۲۲ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په امام صاحب کې د ٢٢ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې موج های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۱
Background image

سهار پخیر افغانستان!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره لوبځای په بشپړ ډول چمتو دی!

دا سیالۍ به سبا سهار ٩:٠٠ بجې رسماً پیل شي.

🏟 کابل، د بدني روزنې او ورزش ٢٥٠٠ کسیز ورزشي جمنازیوم

BACK TO NEWS