بلخ ولايت کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۱۳
بلخ ولايت کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې دميدان د حکم له لوري دوه اخرالاق اعلان شول، چې لومړۍ اخرالاق عبيدالله پهلوان د محمد سرور بای قريشي په آس او دويم اخرالاق کمال پهلوان د محمد سرور بای قريشي په آس تر حلالې دايرې ورساوه او سياليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو ترسره کېدو موخه راتلونکو لوبو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی او د ياد ولايت وګړو ته د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دووکلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د استاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې لکړۍ. . .

BACK TO NEWS