بلخ ؛ کلدار ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حیدر کلدار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د حیدر کلدار لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې طلا رئیس لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
