بلخ ؛ په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اتفاق کهنه کلدار لوبډلې خپلې سیالې د استقلال کلدار لوبډلې ته د ١/ صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
