بلخ ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۲:۱
بلخ ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز مزارشريف ښار په عمري شهرک کې د ۲۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پایله کې ميلاد، سيد حسين او نجيب الله پهلوانانو خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د ډاليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۲۲:۳۰
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې آزادې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ د لوړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۲۲:۲۹
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې ۲۰ ورځې مخکې پيل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۲۲:۲۷
Background image

ميدان وردگ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې. . .

BACK TO NEWS