بلخ ؛ د سلطاني لوبډلې د فوتسال سیالیو اتلولې وګټله
د فوټسال غوره ليګ سيالۍ چې د غويي په ٢٦ مه د بلخ په امام خميني جمنازيوم کې د اوو غوره فوټسال ټيمونو ترمنځ پیل شوې وې د سلطاني فوټسال لوبډلې لومړی مقام او د زایرین رم لوبډلې دويم مقام خپل کړ.
همدارنګه د سلطاني لوبډلې څخه قیس لیګ غوره لوبغاړی د زایرین حرم له ټيم څخه مجتبی او د ياران نور له ټيم څخه غلام حسين په ٩-٩ ګولونو سره د دې ټورنمنټ د غوره ګول وهونوکي په توګه وپېژندل شول.
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي نور علم بدر، د فوټبال فدراسیون رئیس احمدالله واعظزاده ، د بلخ ولایت د فوټبال فدراسیون د فوټسال مشر حافظ قدرت الله حنظله، د عامې روغتیا د ورزشي کلپ مشر روکی سرخوش او ګڼ شمیر مینه والو برخه اخیستې وه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پاى کې د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له خوا په غوره لوبډلو او وړ لوبغاړو باندې ستاينليکونه او مډالونه وويشل شول.
