بلخ ؛ دهدادي ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د حاجي شفیع لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې حاجي شفیع لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې خاصه پز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
