بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش دودیزې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش دودیزې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د پنځو جوړو لوبې مساوي شوې او ۲۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
