بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ١۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۲۱:۳۶
بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ١۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د علم خېلو او حسن خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه علم خېلو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩۵ منډو هدف وټاکه. حسن خېلو لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې پهٔ اووم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د کوچني اختر د را رسېدو په موخه پیل شوي دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۱ - ۲۲:۲۳
Background image

میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو اختريزې سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د غشي ویشتلو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو اختريزې سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۱ - ۲۲:۱۶
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ د لمر لوبډلې په اتلولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۱ - ۲۲:۱۰
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS