بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۳۶
بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د بختيار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې بختيار لوبډلې خپلې سیالې حاجي نياز محمد لوبډلې ته د ۰/۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وگټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او له نشه یي توکو څخه يې د ليرې والي په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۲۵
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

BACK TO NEWS