بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د هدایت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۳۸
بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د هدایت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اتلسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې دوه نیمې میاشتې مخکې پیل شوې وې د چمتال هدایت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې د لیګ په ډول ترسره شوې، په پایله کې چمتال هدایت لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی او د چمتال البرز لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.

په دغو سیالیو کې د میر قاسم له لوبډلې صفت جان د زیاتو ګولونو وهونکی، د میر قاسم له لوبډلې غازي جان غوره لوبغاړی او د هدایت چمتال له لوبډلې نصر الله غوره ګول ساتونکي وپېژندل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۳۷
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۲۴
Background image

د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسيون يوولس کسيزه لوبډله ايران هېواد ته روانه شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوکوهنې ملي فدراسيون ۱۱ کسيزه ملي لوبډله ( ۷ لوبغاړي او يو څلور کسیز پلاوی) د سوکوهنې پهلوان پوريای ولی جام لومړي پړاو نړيوالو سياليو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۱۴
Background image

غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS