بلخ؛ په مزار شریف کې د بلخ او جوزجان د چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د بلخ د وزلوبې فدراسیون له لوري د یاد ولایت د ولسوالیو او د جوزجان د آقچې د چاپندازانو ترمنځ په زړه پورې او جالبې سیالۍ ترسره شوې.
د دې سیالیو په پایله کې د لومړي میدان وروستۍ اولاق د پهلوان حاجي شمس الدین له لوري دایرې ته ورسول شو، نوموړي د حاجي سرور بای له لوري ۲۰۰۰ افغانۍ او حاجي حبیب الله سرپلي له لوري ۱۰۰ ډالر د ډالۍ په توګه ترلاسه کړل.
وروستۍ اولاق بیا پهلوان فرید حلالې دائرې ته ورساوه او د امید پطرولیم د مشر امید له لوري یې ۲۰۰ ډالر او یوه چپن، د بلخ وزلوبې فدراسیون د مشر حاجي سرور بای قریشي له لوري یې ۲۰۰ ډالر د انعام په توګه ترلاسه کړل.
د یادونې وړ ده، چې پرون جمعه هم فرید پهلوان او شمس الدین پهلوان ښه وځلېدل، شمس الدین د حاجي حبیب الله سرپلي په اس څلور امتیازونه ترلاسه کړل او فرید پهلوان هم د حاجي سرور بای قریشي په اس څلور امتیازونه ترلاسه کړل.
