بلخ؛ نهر شاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو لوبې مساوي او ۲۷ کورشکارانو خپلو سیالانو په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
