بلخ؛ مرکز مزار شریف کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون والیبال اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۱:۵۴
بلخ؛ مرکز مزار شریف کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون والیبال اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون والیبال اتلولۍ سیالۍ د بلخ ولایت الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د بلخ ولایت الف لوبډلې سیالې جوزجان ولایت منتخبې لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دغو سیالیو، چې درې ورځې یې دوام وکړ، د ولایتونو په کچه د بلخ ولایت الف لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، جوزجان ولایت منتخبې لوبډلې دویم او د بلخ ولایت ب لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS