بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې هدایت الله نورزاده لومړی، خان محمد دویم، محمد فرهاد درېیم، مرتضی څلورم، نورجان پنځم، کرزي او نوید شپږم مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د لامبو وهلو ورزش ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
