بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ تر سره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ١٢ تنه ورزشکاران د بلخ ولایت د کیک بوکسینګ ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
