بلخ؛ شولګره ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختريز جام سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۲۲:۱۸
بلخ؛ شولګره ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختريز جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شولګره ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختريز جام سيالۍ د جوانان تراوش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې جوانان تراوش لوبډلې خپلې سیالې نوبهار لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول و، چې نهه ورځې يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS