بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
              د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شورتپه ولسوالۍ په اریق باطر کلي کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
