غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ سیالۍ پيل شوې
              د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په کاسي کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تاجک های لوبډلې خپلې سیالې اتحاد بند امیر لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
