بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې ترلاسه کړې او لومړي مقامونه یې وګټل.
دا سیالۍ د کورش لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.