بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ په اسلام چونکر کلي کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۱۵ کورشکارانو خپلو سیالانو په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
