ميدان وردگ؛ بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د نويو ځوانانو دهن قل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې نويو ځوانانو دهن قل لوبډلې خپلې سيالې بهسودو اتحاد لوبډلې ته د ۴ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ فوټسال لوبې ته د ودې ورکولو او لوبغاړو ترمنځ د يووالي رامنځته کولو په موخه وشوې، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.
