بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۱ جوړو لوبې مساوي او ۲۴ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
