بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې د ميدان د حکم له لوري دوه اخر اولاقه اعلان شول، چې لومړی يې سرور پهلوان او دویم یې ګلبدین پهلوان د حلال تر دايرې ورساوه او د ډاليو ګټونکی شو.
دا سیالۍ وزلوبې ته د ودې ورکولو او د سیمې خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.