زابل کې د ۳۰۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې د ۳۰۰ غېږ نيونکو ترمنځ د زابل منتخبې لوبډلې ته د غوره غیږ نيونکو ټاکلو په موخه د غېږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سیالیو کې د مرکز سربېره د اتو ولسواليو غېږ نيونکو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۲۵ تنه غېږ نيونکي د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو درې ورځې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري غوره غېږ نيونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول.