بغلان کې د ۱۶لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۷:۵۹
بغلان کې د ۱۶لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پيل شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۶لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اتحاد میهن لوبډلې خپلې سیالې ارباب علي لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د رمضان مبارکې میاشتې نمانځل دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS