بغلان کې د ښوونځيو د ورزشکارانو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۲:۲۳
بغلان کې د ښوونځيو د ورزشکارانو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د فوټسال سيالۍ د بغلان د پوهنې رياست د ورزش او د بېلابېلو څانګو د مسوولينو په شتون کې د پلخمري په ورزشي جمنازيوم کې د لسو ښوونځيو په ګډون ترسره شوې.

د دغو سیالیو د پیلولو موخه د دغه ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل او د ځوانانو ترمنځ د فوټسال وده ده.

په دغو سیالیو کې لومړۍ لوبه د شمرق پارک عالي لېسې د فوټسال لوبډلې او د دعوت خصوصي عالي لېسې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د دعوت خصوصي عالي لېسې سیالې لوبډلې ته ۴-۰ ماته ورکړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به تر يوې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS