بغلان؛ پلخمري ولسوالۍ کې د محصلینو پسرلني جام په نوم د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د پلخمري ولسوالۍ په حسین خېلو ورزشي لوبغالي کې د محصلینو پسرلني جام په نوم د اوو پوهنځیوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ادبیاتو پوهنځي لوبډلې خپلې سیالې شرعیاتو پوهنځي لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په علمي ځایونو کې ورزش ته وده ورکول دي، چې یوه اوونۍ به دوام و کړي.