بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د معارف ورزشي مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې له ښوونځيو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال خزاني جام سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې حضرت عمر فاروق لېسې لوبډلې خپلې سيالې حضرت حمزه لېسې لوبډلې ته د ۵/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې ۲۵ ورځې يې دوام وکړ.
