بغلان؛ فرنګ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۴۵
بغلان؛ فرنګ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په فرنګ ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې وې د همبستګي سوق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې همبستګي سوق لوبډلې خپلې سیالې خورشید ځوانانو لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي وګټله.

د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او واليبال لوبو ته د ځوانانو هڅول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۵
Background image

خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګربز ولسوالۍ کې له اوو کلبونو د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سلف ډفنس سبک سیالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پایله کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۲۶
Background image

کابل کې د ۵۵ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اوبو ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په باران اوبو ورزشي مجتمع کې د کابل ولايت له بېلابېلو پوهنتونونو ۵۵ لامبو وهونکو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۲۴
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS