بغلان؛ جلګه ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۲۷
بغلان؛ جلګه ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د یاد ولایت په جلګه ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې یې اکرام الدين لومړی، شکر الله دويم او ذبیح الله درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي و، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS