بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د والیبال الف ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په برکه ولسوالۍ کې د والیبال الف ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ضیا الحق فلولي لوبډلې خپلې سیالې عبدالرحمن سفري لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د برکه ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري غوره لوبډلو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.