بدخشان کې د والیبال سیالۍ وشوې
د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ کې د یووالي په نوم د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد.
په بهارک ولسوالۍ کې له مرکز فیضاباد او ولسوالیو څخه د شل لوبډلو تر منځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدلې.
د یادو سیالیو پایلوبې ته د خاش او بهارستان ولسوالیو لوبډلې وتلې وې، چې اتلولي د خاش لوبډلې په برخه شوه.
یاده دې وي، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو تر منځ د یووالي او صمیمیت ټینګېدل او د غوره لوبغاړو په ګوته کول یاد شوي دي.
