بامیان کې د والیبال الف کچې سیالۍ پيل شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال الف کچې سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اقتصاد لوبډلې خپلې سیالې دشت عسی خان لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه والیبال لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.
