بامیان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ورس ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۰:۵۶
بامیان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ورس ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د فوټسال سيالۍ، چې اونۍ مخکې پیل شوې وې د ورس ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ورس لوبډلې خپلې سیالې پنجاب لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

په دغو سياليو کې اميد قنبري زياتو ګولونو وهونکی، علي رضا غوره ګول ساتونکی او نصير کامګار غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د يادو سياليو موخه په باميانو کې د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و؛ د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۲۳
Background image

کابل کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د هاکي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د هاکي ملي فدراسیون او په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري د کابل ښار د څلورو کلبونو او پينځو ښوونځيو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۲۰
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د قوت الرمي د طلايي کمربند پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د میدان وردګ ولایت په کوربه‌توب د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د قوت الرمي د طلايي کمربند پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۱۸
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس د بامیان ولایت د بایسکل ځغلونې له لوبغاړو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له درېیوو بایسکېل ځغلونکو سره ولیدل او د ورزشي توکو په ډالیو یې وستایل.

دغو درېیو تنو له. . .

BACK TO NEWS