باميان؛ سيغان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيغان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړنۍ لوبه کې آينده سازان لوبډلې خپلې سيالې بابا ولي لوبډلې ته د ۴ پر ۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه په يادې ولسوالۍ کې ورزش ته وده او پرمختگ ورکول دي، چې يوه اونۍ به دوام وکړي.