بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د ۷۰، ۸۰ وزني کټګوریو او په ازاد وزن کې ترسره شوې، چې په پایله کې په ۷۰ کیلو ګرام کې صفي الله محمدي، په ۸۰ کیلو ګرام کې محمد ګل پیکان او په ازاد وزن کې م.لا میرویس اتلولي خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د پهلواني ورزش ته وده ورکول، د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د کال غوره پهلوان موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
