بادغیس؛ السادات لوبډلې د فوټبال الف غوره لیګ اتلولي خپله کړه
د بادغیس ولایت د فوټبال الف لیګ چې دوه میاشتې وړاندې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار له بېلابېلو کلیو څخه د اتو لوبډلو په ګډون د بادغیس د فوټبال فدراسیون او ورزش امریت په همکارۍ پیل شوې و، د السادات لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د لیګ د پای په مراسمو کې د بادغیس د ورزش امر، ولایتي چارواکو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینه والو برخه اخیستې وه او لوبغاړي یې تشویق کړل.
د سیالیو په پایله کې السادات لوبډلې لومړی، پامیر لوبډلې دویم او شاهین لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
په پای کې د بادغیس د بدني روزنې او سپورت ریاست له لوري ګډونکو لوبډلو ته ستاینلیکونه، ستایندړې او سپورتي ډالۍ وویشل شوې.
