بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې امید غربدال لوبډلې خپلې سیالې بستان ګنبد لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د قادس ولسوالۍ خلکو او ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي.