افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د بنګلدېش پر وړاندې د روان سریز شل اوریزې سیالۍ پیلوي

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۱۲:۵۴
افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د بنګلدېش پر وړاندې د روان سریز شل اوریزې سیالۍ پیلوي

د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د وران سریز شل اوريزې نړیوالې سیالۍ به سبا پنجشنبه پیل شي.

د افغانستان او بنګلدېش کرکټ ملي لوبډلې به د روان سریز له پنځوس اوريزو سیالیو وروسته سبا د دو شل اوریزو نړیوالو لوبو لومړۍ لوبه وکړي.

د دواړو هيوادونو ملي لوبډلو درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړې چې دوې يې بنګلدېش او یوه افغانستان وګټله.

افغان لوبډله به د روان سریز وروستۍ شل اوریزه لوبه د شنبې په ورځ له بنګلدېش سره وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

خوست کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند منګسو سیمه کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ځوان اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د علیکې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هلمند فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هلمند فوټبال غوره لیګ سیالۍ د بارک هلمند لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS