افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د ځغاستې سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۲۲:۳۶
افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د ځغاستې سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل

د افغانستان د ځغاستې او لامبو وهنې نابینا ملي لوبغاړي ولي محمد نوري په لندن کې د ځغاستې په دوه بېلابېلو سیالیو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

د میټرو بلاینډ سپورټ په نوم دغه سیالۍ د انګلستان هېواد پلازمېنه لندن کې د نږدې سل تنو نابینا او نیمه بینا لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، چې پکې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د دوه سوو او اته سوو مترو واټن په طی کولو سره دوه د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.

ولي محمد نوري تر دې مهاله د ځغاستې په ۲۲ نړۍوالو سیالیو کې ګډون کړی دی، چې پکې د سرو زرو مډالونو ګټلو ترڅنګ یې نورې لاسته راوړنې هم لرلي دي. همداراز ښاغلي نوري بیا د لامبو وهنې په درې نړۍوالو سیالیو کې هم ګډون کړی دی، چې پکې دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډال یې ګټلی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۳
Background image

د يما پطرول افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ پايلوبې ته بدخشان او سرپل ولايت لوبډلو لار ومونده

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۷
Background image

کاپیسا؛ رقابت های فوتبال با اشتراک ۱۲ تیم در ولسوالی اله‌سای آغاز شد

رقابت های فوتبال با اشتراک ۱۲ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون ملی فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا، در ولسوالی اله‌سای آغاز شد.

در نخستین دیدار این رقابت ها تیم. . .

BACK TO NEWS